د کانونو او پټرولیم وزارت معین د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته ولاړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته د دغه وزارت د مرستیال د سفر خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چي د چین د کان کیندنې د همکارۍ د ترویج په کنفرانس کې چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر له ۲۸مې څخه تر ۳۰مې نیټې پورې د دغه هیواد د هونان ولایت په چنګشا ښار کې جوړ شي، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال حسام الدین صابري د پلان څارنې او ارزونې عمومي رییس عبدالودود حقاني، د څارنې او ارزونې رئیس محمد صادق امین، د منرالونو د پراختیا رییس انجنیر عبدالمتین عابد د چین هېواد په رسمي بلنه یاد هېواد ته ورسېدل.

 په دې کنفرانس کې د تنظیم کوونکو بنسټونو مشران، د هونان د کانونو د پانګونې او سوداګرۍ بنسټونه، جيولوجيکي اکتشافاتو، د چين د کانونو د لابراتوارونو او کانونو مالي بنسټونو ګډون کړی.

په پام کې ده چې افغان پلاوی د چین چارواکو سره د دواړو هېوادونو د منابعو د پالیسي او تخنیکي ګټو په اړه خبرې وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .